کورپاڼه / روغتيا / که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان ډېر وي ځکه چې د وینې رګونه یې تنګېږي چې بیا د لوړ فشار سبب کېږي. د یو راپور له مخې ویل کېږي چې د وینې د فشار په لوړېدو یا ټیټېدو سره د خطرناکو روغتیایي حالتونو امکانات ډېرېږي چې د فلج، د زړه د حملې، د زړه له کاره لوېدل او د ګردو ناروغۍ یې په سر کې ځای لري.

ویل کېږي چې ټیټ فشار د لوړ فشار په پرتله ډېر خطرناک نه وي خو که چېرته په دوامداره توګه ټیټ شي نو غوره خبره نه ګڼل کېږي او په داسې حالاتو کې یې باید درملنه وشي

د فشار لوړېدل:

د وینې د فشار لوړېدل کومې ځانګړې نښې، نښانې نه لري، نو د یو شخص لپاره یې د ټیټېدو یا جګېدو د معلومولو یواځینې طریقه داده چې په ډاکتر یې معلوم کړي، خو که چېرته لوړ فشار تر ډېره وخته دوام ولري نو له سختو او خطرناکو حالتونو سره مو مخ کوي، لکه د زړه ناروغي، د زړه حمله، د دماغو ټومر، د ګردو ناروغي او د هېرېدو په ګډون نورې ناروغۍ رامنځته کوي.

د فشار ټیټېدل:

د وینې د فشار ټیټېدل دومره خطرناک نه وي لکه څومره چې یې لوړېدل خطرناک وي، خو دغه حالت د انسان دننه ځینې نښې، نښانې پیدا کوي لکه د سر ګرځېدل، زړه بدوالی، په سترګو تیاره راتلل، د اوبو کمښت یا ډېره تنده، کمزوري، یخ پوستکی او بې هوښه کېدل.

د فشار د ټیټېدو سببونه:

د وینې د فشار د ټیټېدو په سببونو کې درمل، حمل، شکر او جینیکي ستونزې شاملې دي او د زخمي کېدو په صورت کې په بدن کې د وینې کمښت هم د فشار د ټیټېدو سبب ګرځي یاهم د زړه له ناروغیو او د اندوکراین له ستونزو سره تړاو لري.

د لوړ فشار کنترولول:

د وینې د لوړ فشار کنترول کېدلی شي چې ځینې شیان ورته اړین دي لکه ښه خواړه، د مالګې لږ استعمال، وزن کمول، منظم ورزش کول، د کافینو لږ استعمال او له سګریټ څکولو ځان ساتنه او ترڅنګ یې وخت ناوخت خپل فشار وګورئ.

دا هم ولولئ

په دې کورنۍ طریقې سره د معدې د تېزابیت درملنه وکړئ

د روژې په مبارکه میاشت کې په عام ډول سره ګڼ شمېر خلک د معدې …