کورپاڼه / بېلا بېل / پسه په زندان کې شپه تېره کړه، خو ولې؟
پسه

پسه په زندان کې شپه تېره کړه، خو ولې؟

زندانونه د هغه انسانانو لپاره جوړېږي، چې څه نا څه جرم يې کړى وي، خو په ايرلېنډ کې بيا هغه پسه هم په زندان کې شپه تېره کړه، چې له خپل مالک څخه ورکه شوې وه.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ايرلېنډ پوليسو په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې دوى په سرک يو کوچنى پسه موندلى و، چې خپل مالک ته تر رسولو مخکې يې په زندان کې شپه تېره کړه.

د ايرلېنډ پوليس وايي، چې دوى ته يو کس زنګ وهلى و او ورته يې ويلي و، چې د ټپريري سيمه کې يې په سرک يو پسه ليدلى دى، چې هېڅوک ورسره نه و او اخوا دېخوا ګرځېده.


پوليس د خبر ترلاسه کولو وروسته هغه ځاى ته ورسېدل او پسه يې ونيول چې له ځان سره يې زندان ته يوړ، پوليس يو خوا د پسه په مالک پسې ګرځېده، خو بلخوا دغه پسه په زندان کې شپه تېره کړه.

پوليس وايي، چې په سبا ورځ يې د پسه مالک پېدا کړ او پسه يې هغه ته حواله کړ. دوى وايي، چې دا پسه له خپلې ډلې بې لارې شوى او مالک ته يې هم معلومات نه و.

په دې اړه پوليسو په يو ټويټ کې له هغه کس څخه هم مننه کړې ده، چې د دې پسه په اړه يې ورته معلومات ورکړي و. پوليس وايي چې په زندان کې يې د پسه هر ډول خيال ساتلى و او سهار يې خپل مالک ته وسپاره.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …