کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ای پي ایل ۱۳مه لوبه: ډیلي به نن له ممبۍ سره مېدان ته کوز شي

ای پي ایل ۱۳مه لوبه: ډیلي به نن له ممبۍ سره مېدان ته کوز شي

د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل ۱۳مه لوبه نن د ډیلي کاپیټلز او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې دواړه لوبډلې د تېر کال پایلوبه کې هم مخ شوې وې.

دا لوبه په چینای کې ترسره کېږي چې د افغانستان په وخت به ۶:۳۰ بجې پیل شي او د ملي سپورټ ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

ممبۍ انډینز او ډیلي کاپیټلز تراوسه پورې ۳-۳ لوبې ترسره کړې دي او دوه دوه بریاوې يې خپلې کړې دي، چې په جدول کې ډیلي دریمه او ممبۍ څلورمه لوبډله ده.

خو که د ۲۰۲۰ ای پي ایل خبره وشي، چې نو دواړو لوبډلو څلور لوبې ترسره کړې وې، چې په څلور واړه لوبو کې ممبۍ انډینز بریا خپله کړې وه.

اوس هم د ممبۍ انډینز لوبډله قوي ښکاري او نن به وکتل شي چې ډیلي به د ماتو دغه تسلسل ختم کړي او که نه د تېر په څېر به یو ځل بیا به ممبۍ ماتې وخوري.

احتمالي نوملړونه:

ډیلي کاپیټلز: شیکر دهون، پریتوي شاو، سټیو سمیت، ریشب پانټ (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، مارکس سټیوینیس، للیت یادو، کریس ووکس، لوکمن میریوالا/امیت مشرا، روي اشوین، کاګیسو رباډا او اویش خان.

ممبۍ انډینز: روهیت شرما (لوبډلمشر)، کوانټین ډي کوک، سوریا کمار یادو، ایشان کشن، هاردیک پانډیا، کیرون پولارډ، کرونال پانډیا، راهول چاهار، اډم میلن، ټرینټ بولټ او جسپریت بومرا.

دا هم ولولئ

انګلستان

انګلستان: لوبغاړي دې د لیګونو پر ځای ملي لوبډلې ته لومړیتوب ورکړي

د برېتانيې ځینو رسنیو ادعا کړې ه، چې د انګلستان کرکټ بورډ له لوبغاړو څخه …