کورپاڼه / روغتيا / د ډېرې لوږې او چاغښت لامل څرګند شو

د ډېرې لوږې او چاغښت لامل څرګند شو

په انګلستان کې د یوې لویې روغتیایي څېړنې له مخې دې مهمې پوښتنې ته ځواب وموندل شو چې ځینې کسان ولې هر وخت د لوږې احساس کوي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د انګلستان د کنګز پوهنتون یوه لویه څېړنه کړې چې د بېلابېلو هیوادونو ساینسپوهانو ور پکې ګډون کړی و او دا څېړنه ددې پوښتنې په اړه وه چې ولې ځینې خلک هر وخت د لوږې احساس کوي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې له خوراک کولو څو ساعته وروسته د هغه کسانو چې په وینه کې یې په ناڅاپي توګه د شکر کچه کمه شي، هر وخت د لوږې له احساس سره مخ کېږي، چې په همدې سبب یې بدن ډېره زیاته کالوري ترلاسه کوي.

په دې څېړنه کې وموندل شو چې آخر ځینې کسان سره له ډېرو هڅو بیا وزن ولې نه شي کمولی، په څېړنه کې ۱۰۷۰ کسان شامل کړي ول، چې تر دوو اوونیو پورې دودیز او د خوښې ناشتې په اړه د وینې د شکر غبرګون او د روغتیا اړوند نور اړخونه یې هم تر څېړنې لاندې ونېول.

د څېړنې پرمهال یې ددې کسانو په تشه ګېډه د وینې شکر کچه هم وکتله، ترڅو معلومه کړي چې بدن په کومې طریقې سره شکر د بدن برخه ګرځوي او د وینې د شکر د سطحې د کتلو لپاره یې ګلوکوز مانیټر ورکړل او د بدني فعالیتونو او د خوب لپاره wearable device څخه کار واخیست.

وروسته له څېړلو معلومه شوه چې هغه کسان چې له خوراک دوه یا څلور ساعته وروسته د لوږې احساس کوي، لامل یې دا وي چې شکر یې په تېزۍ سره ښکته کېږي او په لوږه کې یې نهه سلنه ډېروالی راځي، چې په دې ډول یې په کال کې د بدن وزن نهه کیلو ډېرېږي.

دا هم ولولئ

په دې کورنۍ طریقې سره د معدې د تېزابیت درملنه وکړئ

د روژې په مبارکه میاشت کې په عام ډول سره ګڼ شمېر خلک د معدې …