کورپاڼه / هنر او کلتور / ډوین جانسن په اوه ویشت (۲۷) میلونه ډالرو یو زبردست کور واخیست

ډوین جانسن په اوه ویشت (۲۷) میلونه ډالرو یو زبردست کور واخیست

د هالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند او پخوانۍ ریسلر ډوین جانسن (دی راک) یو ډېر زبردست کور واخیست، چې (۱۸۰۰۰) مربع فوټه پراخوالی لري او قیمت یې اوه ویشت میلونه ډالر ښودل شوي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې ډوین جانسن دغه کور له کومیډي اداکار پال ریسر څخه اخیستی او د لاس اینجلس په ګران بیه سیمه بیورلی پارک موقیعت لري.

د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ودانۍ په ۱۹۹۳ کال کط جوړ شوی و، چې یو ډېر ښکلی میلمستون هم لري او میلمستون دوه نیم زره فوټه پراخوالی لري.

دغه راز په دې کور کې د موسیقۍ د سټوډیو ترڅنګ یو ښه جیم او د لامبلو حوض هم شته دی او د لرګیو ښه کارونه هم ور پکې شوې ده او ترڅنګ یې د ټینس میدان، د بیسبال میدان او د سینما آسانتیا هم لري.

په دې کور د زیتونو ونې هم لګول شوي لکه څنګه چې دننه ښه ښکاري، بهر هم هماغه هومره ښکلی څرګندېږي.

دا هم ولولئ

هندي اداکاران

د کورونا له امله په ۲ اونیو کې د هند ۱۶ هنرمندان مړه شوي

په هند کې د کورونا دویمه څپه له کنټروله وتلې ده، روغتیايي سیسټم يې خلکو …