کورپاڼه / روغتيا / د روژې اغېزې او پر وړاندې یې بدني غبرګون

د روژې اغېزې او پر وړاندې یې بدني غبرګون

کله چې د روژې پرمهال له خوراک او څښاک څخه په بشپړه توګه ډډه وشي، نو بدن د خپلو کاربوهایډریټ او وازدو ذخیره استعمالوي او د شپې په خوراک سره نوره انرژي یا کالوري هم برابرېږي.

خو د انسان بدن اوبه نه شي ذخیره کولی او د تشو متیازو او خولې په ذریعه له بدن څخه ډېرې اوبه خارجېږي، چې بیا د سر درد هم ستونزه هم رامنځته کوي، نو باید هڅه وشي چې د روژه ماتي او پیشلمي ترمنځ ډېرې اوبه استعمال شي.

د موسم او روژې د اوږدوالي له امله د سر درد، ستړیا او د توجه په برخه کې ستونزې راپورته کوي، خو د څېړنو له مخې ویل کېږي چې دا ډول حالت د روغتیا لپاره زیانمن نه وي، خو په دې شرط چې د بدن غذایي توکي په ماښامي او روژه ماتي کې پوره شي.

که چېرته کوم روژه دار د سر ګرځېدلو په سبب نه شي ودرېدلی یاهم د طبیعت د خرابېدو خطر یې وي نو ژر دې اوبه وڅښي، خو که بې هوښه شو نو لومړی دې پښو دومره جګې شي چې د سر له سطحې یې لوړې وي او کله چې په هوښ راغی نو اوبه دې پرې وڅښل شي.

هغه کسان چې د کافینو د څښلو عادت لري د روژې په لومړیو ورځو کې د سر درد او ستړیا سبب یې کېږي، چې ورو ورو ښه کېږي او کله چې روژه ماتی وشي نو بدن بېرته غذایي توکي راټولوي، نو پکار ده چې په ماښامي ورو ورو خوراک وشي او د لږو غوړو لرونکي توکي او مایعات دې ډېر استعمال شي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …