کورپاڼه / هنر او کلتور / کاجل: د لور د پیدایښت پر وخت ډېره وېرېدلې وم

کاجل: د لور د پیدایښت پر وخت ډېره وېرېدلې وم

د بالیووډ ترټولو مشهورې اداکارې یا هنرمندې کاجل ویلي دي چې، د لور د زېږون پرمهال ډېره وېرېدلې وه او هغه وخت له یو لوی امتحان سره مخ وه.

کاجل د خپلې لور نیسا د کلېزې په موقع پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام د خپل لور سره د هغې د ماشومتوب یو یادګاري تصویر خپور کړی.

نوموړې دې تصویر ته احساساتي او له مینې ډک سرلیک ورکړی او لیکلي دي چې: ((کله چې نیسا پیدا شوه نو هغه ډېره زیاته وېرېدلې وخ ځکه چې هغه وخت زما لپاره یو لوی امتحان و.))

کاجل وایي چې په زړه کې یې د نیسا د پیدایښت په اړه ځینې احساسات او وېره درلوده. نوموړې زیاتوي چې: ((کلهذچې نیسا لس کلنه شوه نو داسې احساس مې وکړ چې وخت مې کله د لور استاده کوي او کله مې زده کوونکي کوي، کله چې خپلې لور ته د ژوند طرز، طریقې ورښیم، ترڅنګ یې ورڅخه زده کړه هم کوم.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Kajol Devgan (@kajol)

 

کاجل وایي چې د لور له پیدایښته وروسته یې په ښکلو رنګونو کې د الوت چل زده کړ. نوموړې خپلې لور ته په خطاب کې وایي چې: ((موږ ټول وایو چې ښځې تل له خپلو خوبونو الوت کول غواړي، نو ته هم هیڅکله مه درېږه))

کاجل خپلې لور ته د کلېزې مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې کومه پیاوړتیا لري، تل دې یې په سمه توګه استعمال کړي.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …