کورپاڼه / بېلا بېل / ارواپوهان: په ځنډ سره واده کول تر ډېره دوامداره وي

ارواپوهان: په ځنډ سره واده کول تر ډېره دوامداره وي

ارواپوهان وایي هغه ودونه چې په ځنډ سره یاهم په ډېر عمر کې ترسره کېږي، تر ډېره بریالي او دوامداره وي.

په دې اړه د یو راپور له مخې ویل کېږي چې په ځنډ سره واده کول د ډېرو خوشحالیو سبب ګرځي او ترټولو لوی لامل پوهاوی یا پوهېدنه.

ارواپوهان وایي چې په ډېر عمر کې واده کول ډېر ښه وي، ځکه چې په دې عمر کې د ښځې او خاوند ترمنځ د پوهاوي وړتیا ډېره وي.

سربېره پر دې که چېرته د انجلۍ عمر کم وي او اړینه داده چې هلک باید هوښیار وي ترڅو په اړیکه کې یې بې خوندي رامنځته نه شي.

د لوی عمر لرونکي کسان خپل مسولیتونه ښه پېژنې او په غوره طریقې سره سرته رسوي، نو ځکه خو ارواپوهان وایي چې دغه عمر د هوښیارۍ وي او په دې عمر کې د واده کولو مشوره ورکوي.

خو زاړه او سپین ږیري بیا وایي چې هلکان باید ژر ژر واده وکړي او ځینې هوښیار کسان هم وایي کله چز انجلۍ بالغ شي نو سمدستي دې چاته په نکاح شي.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …