کورپاڼه / جالب / یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په همدې ډول ځان هالینډ ته ورسوي، خو هڅه یې ناکامه شوه او له مړینې سره مخ شو.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شخص د ناجیریا د پایتخت لیګوس څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی، خو تر ایمسترډیم پورې تر رسېدو یې په لار کې (هایپوترمیا) یعنې د بدنې د تودوخې د کمېدو په سبب مړ شو.

او کله چې پیلوټ ایمسټرډیم کې ښکته شو او د ټایر برخه یې پرانیستله نو و یې لېدل چې یو جسد ور پکې پروت دی. ویل کېږي چې دغه الوتکه تر اوه نیمو ساعتونو پورې له سفر وروسته رسېدلې وه.

دغه شخص د الوتکې د مخکیني ټایر په پاسني برخه کې پټ شوی و، چې په لاره کې د تودوخي د کمولي په سبب له مړینې سره مخ شو.

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۹ کال له کینیا څخه انګلستان ته په همدې ډول تلو او کله چې لندن ته ورسېد نو د ټایر برخه پرانیستل نو جسد یې ورڅخه ترلاسه کړ.

دا هم ولولئ

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل …