کورپاڼه / هنر او کلتور / میا خلیفه له خپل کیریر څخه لس برابره زیاتې روپۍ خیره بنسټونو ته ورکړي

میا خلیفه له خپل کیریر څخه لس برابره زیاتې روپۍ خیره بنسټونو ته ورکړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه په یوې مرکه کې ددې خبرې په کولو خلک حیرانه کړل، چې د غیر اخلاقي فلمونو په صنعت کې یې یوازې لس زره ډالر ګټلي، خو اوسمهال یوه بله حیرانوونکې خبره کړې.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې لبناني نژادې د امریکا اوسېدونکې چې اوسمهال یې په یو ویب سایټ اکونټ هم جوړ کړی، ویلي دي چې د غیر اخلاقي فلمونو پرمهال یې چې څومره روپۍ ګټلي، د هغې لس برابره یې له دې اکونټ څخه په یو کال کې ګټلي او خیره بنسټونه ته یې ورکړي.

د یادولو وړ ده چې په یاد ویب سایټ کې تر ډېره نیم بربنډ تصویرونه پورته کېږي چې خلک یې د پیسو په بدل کې ګوري. خو میا خلیفه د لبنان په پایتخت کې د وېروونکې پېښې څخه وروسته له دې هیواد سره او ډېرو خیره بنسټونو سره زیاته مرسته وکړه.

د یادولو وړ ده چې میا خلیفه په غیر اخلاقي فلمونو کې یوازې تر دریو میاشتو پورې کار وکړ، خو کله چې د مرګ خبرداری ورکړل شو، نو له هغې وروسته یې له اداکارۍ لاس واخیست.

دغه راز څو میاشتې دمخه یې له یوې رسنۍ سره د مرکې پرمهال خبرداری ورکړ چې هیڅکله د غیر اخلاقي فلمونو کې د کار کولو فکر مه کوئ ځکه چې ډېر خطرناک تمامېږي.

دا هم ولولئ

اریانا سعید

اریانا سعید: حیض یا میاشتینۍ ناروغي باید شرم ونه ګڼل شي

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید د ښځو د میاشتینۍ …