کورپاڼه / خبرونه / د زمبابوې لوبډلمشر: د بابر اعظم مخې نیولو لپاره توپ اچونکي لرو

د زمبابوې لوبډلمشر: د بابر اعظم مخې نیولو لپاره توپ اچونکي لرو

د زمبابوې لوبډلمشر شان ویلیمس وايي، چې بابر اعظم ښه توپوهونکی دی، خو ړوی هم داسې توپ اچونکي لري چې د هغه مخه پرې ونیسي.

د پاکستان لوبډله اوسمهال د زمبابوې په هراری کې ده، چېرته چې به د زمبابوې سره د شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي او سبا به لومړۍ لوبه وکړي.

د یادو سیالیو تر پیل مخکې د زمبابوې لوبډلمشر په خپلو خبرو کې ویلي دي چې د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم یو مخکښ توپوهونکی دی، خو دوی هم داسې توپ اچونکي لري چې د هغه مخه ونیسي.

شان ویلیمس د سویلي افریقا پر وړاندې د پاکستان لوبو ستاینه هم کړې ده او ویلي يې دي چې د سویلي افریقا پر وړاندې پاکستان ښه لوبه ترسره کړه.

د یادولو وړ ده چې پاکستان او زمبابوې تراوسه پورې ۱۴ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي، خو زمبابوې کومه لوبه نه ده ګټلې.

که چېرته پاکستان له زمبابوې څخه ټولې لوبې وګټي، نو په درجه بندۍ کې د مخکې تګ چانس يې نشته، نو که زمبابوې پاکستان ته په یوې یا دوه لوبو کې ماتې ورکړي، نو د پاکستان شاتګ حتمي دی.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د نبي خېریه بنسټ په کابل او ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي خېریه بنسټ له لوري په …