کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د اميت مشرا غوره توپ اچونه، ممبۍ انډينز ١٣٨ منډې هدف وټاکه

د اميت مشرا غوره توپ اچونه، ممبۍ انډينز ١٣٨ منډې هدف وټاکه

د ډيلي کاپيټلز لپاره اميت مشرا ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې ٤ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز ممبۍ انډينز بيا د ډيلي لوبډلې ته د ١٣٨ منډو هدف وټاکه.

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ١٣مه لوبه د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې په پيل کې ممبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې روهيت شرما ٤٤، ايشان کشن ٢٦، سوريا کمار يادو ٢٤ او جيانت يادو ٢٣ منډې وکړې.

د ډيلي کاپيټلز له لوري بيا اميت مشرا ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ٢٤ منډو په ورکولو سره ٤ لوبغاړي وسوځول، همدا راز اويش خان ٢، لليت يادو، کاګيسو رباډا او مارکس سټوينيس هم ١٠١ ويکټ واخيستې.

د يادولو وړ ده چې دواړو لوبډلو تراوسه پورې ۳-۳ لوبې کړې دي او ۲-۲ بریاوې يې خپلې کړې دي، چې په جدول کې ډیلي دریمه او ممبۍ څلورمه ده.

دا هم ولولئ

ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق

نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه ځوان لوبغاړي نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته …