کورپاڼه / روغتيا / په اوونۍ کې یوازې د یو ځل انسولینو لګولو تجربه بریالۍ شوه

په اوونۍ کې یوازې د یو ځل انسولینو لګولو تجربه بریالۍ شوه

د شکر په دویم ډول ناروغۍ اخته کسانو ته هره ورځ د انسولینو د لګولو ضرورت وي، خو اوسمهال د یوې نوې درملنې دوه تجربې بریالۍ شوي او په دې درملنه کې په اوونۍ ناروغ شخص ته په اوونۍ کې یو ځل انسولین لګول کېږي چې تر اوسه پورې تجربې بریالۍ شوي.

له دې تجربې ثابتېږي چې د شکر ناروغان به د هرې ورځې پرځای په اوونۍ کې یو ځل انسولین لګوي او ناروغ شخص به تر اوو ورځو پورې کنترولوي.

د نړۍ په سطحه په میلونونو د شکر ناروغان د انسولینو د پیچارۍ په ذریعې په وینه کې د ګلوکوزو اندازه برابره ساتي، چې په ورځني ډول د انسولینو لګول په دې اړه یوه لویه ستونزه ده چې حلول یې لویه ستونزه ده.

ویل کېږي چې دغه کارنامه د شمالي ویسټرن طبي مرکز د استاد الدیکو لنګوی لخوا ترسره شوې، نوموړی وایي چې د انسولینو دودیزه درملنه له یو بوج څخه کمه نه ده، چې په دې اړوند په اوونۍ کې د یو ځل انسولینو کول یوه ستره لاسته راوړنه ده.

دی وایي چې دغه نوې طریقه اوسمهال په المان، امریکا، کروشیا، هنګري، پولینډ او هسپانیه کې په ۲۰۵ ناروغانو تجربه شوې او تر شپاړسو اوونیو یې ټول ناروغان تر څېړنې لاندې ونیول او په اوونۍ کې یې یو ځل انسولین ورکړل.

بله لوري ته په امریکا، المان، کاناډا او ایټالیا کې  ۱۵۴ ناروغانو باندې هم څېړنې وشوې او ټول ناروغان تر ۲۳ اوونیو پورې تر څېړنې لاندې ونیول شول، ښه خوراک او نور عناصر یې هم په نظر کې ونیول، چې په ډېرو ناروغانو یې تجربه بریالۍ ثابته شوه او په پوره اوونۍ کې یې نورو انسولینو ته اړتیا نه وه، نو که چېرته له راتلوونکې مرحلې بریالۍ ووته نو د انسولینو د درملنې په برخه کې به انقلابي طریقه ثابته شي.

دا هم ولولئ

په دې کورنۍ طریقې سره د معدې د تېزابیت درملنه وکړئ

د روژې په مبارکه میاشت کې په عام ډول سره ګڼ شمېر خلک د معدې …