کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ناسا پر مریخ د چورلکې په لومړنۍ الوتنې سره تاریخ جوړ کړ

ناسا پر مریخ د چورلکې په لومړنۍ الوتنې سره تاریخ جوړ کړ

د امریکا فضایي ادارې ناسا پر مریخ موجودط چورلکې انجینیوټې د لومړنۍ الوتنې په ورکولو سره تاریخ جوړ کړ او دا لومړی ځل دی چې یوه چورلکه له ځمکې کنترولېږي او په کوم سیاره الوتنه کوي.

ویل کېږي چې دغې کوچنۍ چورلکې پر مریخ د اپریل په نوولسمه نیټه الوتنه وکړه او په فضاء کې تر دریو میترو په لوړوالي سره پورته شوه او بېرته د سیارې پر ځمکه راښکته شوه.

 

د انجینیوټۍ چورلکې د پروژې مشر مي مي آنګ وایي چې موږ ویلی شو چې انسان په کوم بله سیاره کې چورلکې ته الوتنه ورکړي او دغه چورلکه د یو داسې پلان برخه ده چې له مخې به یې بېلابېل ډوله نوې ټیکنالوژۍ د لومړي ځل لپاره وازمایل شي.

ویل کېږي چې دغه چورلکه به تر ځمکې پورې د مریخ معلومات په څو ساعتونو کې ولېږي او په ویډیو کې لېدل کې چې د چورلکې سیوری د مریخ پر سطحه ښکاري او په یو بله ویډیو کې د ښکته کېدو پرمهال لېدل کېږي.

د یادولو وړ ده چې دغه چورلکه د ناسا له لورې په فبرورۍ کې د (پرسیورینس) ماموریت سره لېږل شوې وه.

دا هم ولولئ

سامسنګ به خپل نوی موبایل کله خرڅلاو ته وړاندې کړي؟

د یو بهرني خبري آژانس د ادعا له مخې ویل کېږي چې د ټیکنالوژۍ مشهور …