کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نړۍ ترټولو سپین رنګ تیار شو، چې د ودانیو په سوړوالي کې مهم رول لوبوي

د نړۍ ترټولو سپین رنګ تیار شو، چې د ودانیو په سوړوالي کې مهم رول لوبوي

نن سبا د انسان په ژوند کې دومره بدلون رامنځته شوی چې لس یا شله کاله دمخه یې چا فکر هم نه شو کولی او ددې بدلونونو او پرمختګونو په مرسته په انساني ژوند کې ډېرې آسانتیاوې هم رامنځته شوي، چې اوسمهال په همدې لړ ترټولو سپین رنګ تیار کړی.

ویل کېږي انجینرانو تر اوسه پورې ترټولو تک سپین رنګ تیار کړی او دوی په دې نظر دي چې دغه رنګ به د اوړي په ورځو کې د اوسیدونکو لپاره آراموونکی ثابت شي.

دې رنګ له هغه رنګ څخه مخکې والی وموند چې په ۲۰۲۰ کال د پرډیو پوهنتون له لورې تیار شوی و او ددې نوي رنګ په اړه انجینرانو په څېړنېز راپور کې ویلي چې دغه رنګ د ودانیو په یخ یا سوړ ساتلو کې مرسته کوي.

ویل کېږي چې که چېرته دغه رنګ په زر مربع فوټه چت باندې ووهل یا رنګ شي نو تقریباً د لسو کیلو واټو د بریښنا سوړوالی پیدا کولی شي.

او د رنګ د یخولو یا سړولو انرژي د لمر د وړانګو له منعکس کېدو څخه پیدا کېږي او ددې نوی رنګ جوړولو لپاره یې له سلو څخه په ډېرو ماډلونو فکر کړی او بیا یې په لسو بېلابېلو شکلونو تجربه کړی.

دا هم ولولئ

هغه حجرې موندل شوی چې د موبایل د نیلي رنګه رڼا اغېزې تر دماغو رسوي

ساینسپوهانو د یوې روغتیایي څېړنې له مخې په سترګو کې داسې حجرې موندلي دي، چې …