کورپاڼه / اسلام / رسول الله (ص) فرمایلي چې روژه د دوزخ اور مړ کوي

رسول الله (ص) فرمایلي چې روژه د دوزخ اور مړ کوي

په تېرو دوو لیکنو کې مو د دنیا او آخرت د بریالیتوب په اړه ځینې هغه لارښوونې ولوستې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو کلیوال سړي په ځواب کې کړې وې، چې اوس به په دې برخه کې د کلیوال سړي د پاتې پوښتنو ځوابونه ولولو:

کلیوال سړي وویل، غواړم چې په خلکو کې عزتمن واوسم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، چې د خلکو ترمخ له الله تعالی شکایت مه کوه نو په عزتمنو خلکو کې به وشمېرل شي.

هغه وویل چې د الله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نږدیکت غواړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، چې هغه څه چې د الله تعالی او رسول الله خوښ وي هغه خوښ کړه، له کومو چې کینه لري نو هغې سره کینه ولرئ.

هغه وویل چې د الله تعالی له نارضایته ځان ساتل غواړم، رسول الله ورته وفرمایل، چې پر چا غوسه مه کوه او د الله تعالی له نارضایته ځان وساته. هغه وویل، چې غواړم دعاوې مې قبولې شي، رسول الله الله ورته وفرمایل چې له حرامو ډډه وکړه.

هغه وویل، غواړم چې الله تعالی مې د شاهدانو ترمخ رسوا نه کړي، رسول الله ورته وفرمایل چې د خپلې شرمګاه ساتنه وکړه. هغه وویل چې غواړم چې الله تعالی مې پر غیبونو پرده واچوي، رسول الله ورته وفرمایل چې د خپلو ورونو غیبونه پټ وساته.

هغه وویل چې کوم شی زما ګناهونه له منځه وړي، رسول الله ورته وفرمایل چې اوښکې، عاجزي او ناروغي. هغه وویل چې د الله تعالی په نزد ترټولو غوره نیکي څه ده؟ رسول الله ورته وفرمایل، ښه اخلاق، خاکساري، پر مصبیت صبر او د الله تعالی پر پرېکړه رضا کېدل.

هغه وویل، چې د الله تعالی په نزد ترټولو ستره بدي څه ده؟ رسول الله ورته وفرمایل، چې بد اخلاقي او هغه بخل چې پیروي یې وشي. هغه وویل، چې د الله تعالی د غوسې سړونکي شی څه شی دی؟ رسول الله ورته وفرمایل، پټه صدقه او صله رحمي. هغه وویل چې د دورخ اور مړ کوونکی شی څه شی دی، رسول الله ورته وفرمایل چې روژه ده.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …