کورپاڼه / هنر او کلتور / اریانا سعید وايي که ژوند يې بيا له سره شي نو همدا لاره غوره کوي

اریانا سعید وايي که ژوند يې بيا له سره شي نو همدا لاره غوره کوي

د هېواد مشهوره سندرغاړې اریانا سعید وايي، که چېرته ژوند یې بیا له سره شي، نو همدا لاره به غوره کړي چې پرې روانه ده.

نوموړې په انسټاګرام اکاونټ خپل یو پخوانی تور او سپین عکس خپور کړی دی، چې د خپل ژوند او لارې په اړه هم غږېدلې ده.

اریانا سعید وايي که زه چېرته یو ځل بیا پخواني وخت ته ستنه شم او ژوند مې له سره پیل کړم، نو هماغه لاره به غوره کړم چې نن يې زه چېرته راوستې یم.

نوموړې دا هم لیکلي دي چې که يې کولای شول نو به وغواړي چې د ژوند نه ځینې شیان لیرې کړي، خو په همدې لاره به سفر وکړي.


اریانا سعید همدا راز له خپلو مینه والو څخه هم پوښتنه کړې ده، چې که چېرته ژوند له سره پیلوپ، نو هغه څه به وکړي، چې يې کړي او که نه بله لاره به انتخاب کړي.

د یادولو وړ ده چې اریانا سعید چې په انسټاګرام کې کوم تور او سپين عکس خپور کړی دی، دا عکس د ۲۰۰۸ کال دی چې په انګلستان کې اخیستل شوی دی.

دا هم ولولئ

شروتي حسن

شروتي حسن د مالي ستونزو ښکار شوه، وايي: پلار مې راسره مرسته نه کوي

د هندي سینما د مشهور هنرمند او سیاستوال کمل حسن لور او مشهوره اداکاره شروتي …