کورپاڼه / جالب / هغه ښځه او خاوند چې له شلو کلونو راهیسې د دښتې د پراخوالی مخنیوی کوي

هغه ښځه او خاوند چې له شلو کلونو راهیسې د دښتې د پراخوالی مخنیوی کوي

لکه څنګه چې ټوله نړۍ د دښتو او صحراګانو تر سپېرو پنجو لاندې ده، په اړوند یوې چینایي باهمتې جوړې یعنې ښځې او خاوند د دښتې د مخنیوي لپاره له تېرو شلو کلونو څخه په سلګونو جریبه شاړه ځمکه کې د ونو کښت پیل کړی.

اویا کلن ټوبو باټو او میرمنې یې د نړۍ د دریمې لویې دښتې (بادین جاران) د زرغونولو ماموریت پیل کړی چې تر اوسه پورې دوام لري، دغه دښته د منګولیا له دښتې ګوبي سره تړلې دښته ده، چې ټوبو باټو په ۲۰۰۲ کال د تقاعد کېدو وروسته په دې دښته کې څو ډوله ونې وکرلې او د دښتې د پراخوالی د مخنیوی هڅې یې پیل کړې.

نوموړي په لومړیو کې پنځوس ونې ایښې وې، چې اوسمهال یې د ایښودل شوو ونو شمېرل په کلني ډول څو زرو ته رسېږي او په دې ډول یې ۲۶۶ جریبه شاړه ځمکه په باغ بدله کړه او په دې کې زرګونه داسې ونې شتون لري چې د دښتې د پراخوالي مخه نیسي او ټوبو باټو د ونو له دې ځنګل څخه سل کیلو میتره لېرې اوسېږي.

په پیل کې خو ټوبو باټو او میرمن یې د خلکو له لورې ډېر رشخند شول، ډېری کسانو یې د ناکامۍ وړاندوینې وکړې، خو دوی همت ونه بایله او په نوولس کلونو کې یې په زرګونه ونې کېښودې او دغه ځنګل یې د ګټې وټې ذریعه ګرځېدلې او د یو ډول نباتي درملو د یوې کیلو په بدل کې پنځلس نیم ډالر ترلاسه کوي.

د یادولو وړ ده چې دغه ښځه او خاوند د سختې ناروغۍ او کمزورۍ سربېره بیاهم د ونو په کېښودلو بوخت دي.

دا هم ولولئ

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د …