کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې خوړلې وه، سږکال يې په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

د ای پي ایل ۱۳مه لوبه چې نن په چینای کې د ممبۍ او ډیلي ترمنځ وشوه، په پیل کې ممبۍ پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

ممبۍ انډینز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې روهیت شرما ۴۴، ایشان کشن ۲۶ او سوریا کمار یادو ۲۴ منډې وکړې.

د ډیلي کاپیټلز له لوري امیت مشرا ۴، اویش خان ۲، مارکس سټیوینیس، کاګیسو رباډا او للیت یادو ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۳۸ منډو هدف د ډیلي کاپیټلز لوبډلې په ۱۹.۱ اوروړو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه.

د ډیلي لپاره شیکر دهون ۴۵، سټیو سمیت ۳۳ او للیت یادو ۲۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ممبۍ له خوا جیانت یادو، جسپریت بومرا، راهول چاهار او کیرون پولارډ ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د یادولو وړ ده چې ډیلي کاپیټلز په څلورمه لوبه کې دریمه بریا خپله کړه او په جدول کې دویمه لوبډله شوه.

د ای پي ایل ۱۴مه او ۱۵مه لوبې سبا ترسره کېږي، چې پنجاب به له حېدراباد او کلکته به له چینای سره مخ شي.

دا هم ولولئ

ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق

نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه ځوان لوبغاړي نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته …