کورپاڼه / جالب / مارک زکربرګ د میاشتې یو ډالر معاش اخلي، خو لګښتونه یې (۲۳) میلونه ډالر دي

مارک زکربرګ د میاشتې یو ډالر معاش اخلي، خو لګښتونه یې (۲۳) میلونه ډالر دي

د ټولنیزو رسنیو د ترټولې مشهورې وېبپاڼې بنسټ ایښودونکی مارک زکربرګ د نړۍ د شتمنو خلکو په نوملړ کې پنځم ځای لري، خو د نوموړي میاشتنې تنخوا یا معاش له یو ډالر څخه هم کمه ده.

مارک زکربرګ د فیسبوک د اجراییوي ریس په توګه په میاشتني ډول یو ډالر تنخوا یا معاش اخلي او اضافي روپۍ، جاېزه یاهم کوم بل څه هم نه ورکول کېږي، خو د نوموړې د ساتنې لپاره په کلني ډول په میلونونه ډالر مصرفېږي.

د یو راپور له مخې ویل کېږي چې تېر کال (۲۰۲۰) د مارک زکربرګ په ساتنه درویشت میلونه ډالر مصرف شوي ول. راپور زیاتوي چې د کلنۍ امنیتي څارنې له مخې مارک زکربرګ ته ځینې ګواښونه په ګوته شوي ول.

ویل کېږي چې تېر کال مارک زکربرګ او د کورنۍ د امنیت، اوسېدونې او د سفر اړوند ډېر لګښتونه شوي، چې ترټولو مهم یې د کورونا وایروس په سبب د پروتوکول منل ول.

تېر کال د مارک زکربرګ د ساتنې لپاره یوازې لس میلونه ډالر ډېر مصرف شوي، چې په دې کې د هغه د ساتونکو او امنیت لګښتونه شامل دي، یعنې په ۲۰۲۰ کال د نوموړې امنیتي لګښتونه ۱۳.۴ میلونو ته لوړ شوي، چې په ۲۰۱۹ کال ددې لګښتونو اندازه ۱۰.۴۰ میلونه ډالره وه.

دا هم ولولئ

شخړه

سپي ته په (سپي) ویلو دوه کورنیو ستره شخړه کړې + ویډیو

په هند کې د یو سړي سپي ته ګاونډیانو سپی ويلي، چې د سپي مالک …