کورپاڼه / روغتيا / کېله د غذایي توکو سربېره د انسان د ښکلا سبب هم ګرځي

کېله د غذایي توکو سربېره د انسان د ښکلا سبب هم ګرځي

کېله یوه له مېوو څخه ګڼل کېږي چې د ویټامینونو له لحاظه ډېره بډایه ده، چې تقریباً د ټولې نړۍ خلک یې ډېر شوق او ذوق سره یې خوري، د کېلې له ګټو خو موږ ټول خبر یو خو په دې اړه به ډېر لږ پوهېږو چې کېله پخپل جوړښت کې د ښکلا له رازه ډکه ده.

د زخو څخه د ژغورلو لپاره:

د شپې له وېده کېدو دمخه پر زخو د کېلې پوستکی کېږدئ او په یوه پټۍ یې وتړئ، دغه کار هره ورځ تکرار کړئ نو په لنډ وخت کې به له زخو وژغورل شئ.

د ګونځو مخنیوی:

د کېلې پوستکی د انټي اکسایدو یوه ښه سرچینه ده چې زموږ پر پوستکي حیرانوونکې اغېزې کوي، ددې لپاره د کېلې د پوستکي داخلي برخه پر خپل مخ ووهئ او یو نیم ساعت وروسته یې ووینځئ، نو په څو ورځو کې به له ګونځو وژغورل شئ او پوستکی به یې نرم شي.

د سپینو غاښونو لپاره:

سپین او ځلېدونکي غاښونه د مخ ښکلا یو په دوه کوي، خو ددې لپاره د کېلې د پوستکي د ژوولو اړتیا نشته یوازې د کېلې داخلي برخه پخپلو غاښونو ووهئ او تر دوه ورځو یې تکرار کړئ.

د ماشو د چیچلو په سبب د سوخت درملنه:

که چېرته ماشې ولېدل شي نو یو عادي ژوندی موجود دی خو که چېرته د بدن کومه برخه وچیچي نو زخم پرې جوړوي، نو که چېرته ماشې وچیچلئ نو د کېلې پوستکی به په هماغه ځای ووهئ نو سمدستي به یې سوخت او سوروالی ختم شي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …