کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ تر ټولو ګرانبیه روژه ماتی، چې ١.٤ میلیون افغانۍ مصارف لري

د نړۍ تر ټولو ګرانبیه روژه ماتی، چې ١.٤ میلیون افغانۍ مصارف لري

د روژې مبارکه میاشت ده او هر څوک هڅه کوي چې روژه ماتی يې ښه او خوندور وي، تر څو د ټولې ورځې لوږه او تنده په ښه ډول ختمه کړي.

خو ایا پوهېږئ چې د یو کس په روژه ماتي څومره مصارف راځي، که ډېر هم راشي خو له زر افغانیو څخه بیا تر پنځه زره افغانیو پورې مصارف به پرې وشي.

خو د سعودي عربستان یو شرکت بیا د خلکو لپاره د داسې روژه ماتي بندوبست کړی دی، چې د یو کس نه ۶۶ زره درهمه اخلي، چې شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغانۍ کېږي.

د خلیج ټایمز د راپور په وېنا، د هوايي الوتکو دا شرکت د خلکو لپاره داسې روژه ماتی تیاروي، چې په فضا کې روژه ماتی وکړي.

د جیټیکس په نوم د دغه شرکت ویاند وايي، چې په لومړي روژه ماتي کې يې ۵ کسان مېلمانه و، چې په یوه ځانګړې الوتکه کې فضا ته پورته شو او ۹۰ دقیقې يې تېرې کړې او روژه ماتی يې هم وکړ.

د دې خلکو لپاره په الوتکه کې ډېر ښه ځای جوړ شوی دی، چې په روژه ماتي کې تازه جوس، تازه مېوې، او نور ډېر څه ورکول کېږي.

دا الوتکه چې له کوم ځای نه پورته کېږي، ۹۰ دقیقې وروسته په هماغه ځای کې ناسته کوي.

دا هم ولولئ

هغه شخص چې له پوهنتون څخه ایستل شوی و اوس د نړۍ کم عمره میلیاردر شو

هغه ځوان چې په ۲۰۱۳ کال له پوهنتون څخه ایستل شوی و، اوسمهال د نړۍ …