کورپاڼه / هنر او کلتور / رنویر سنګ د بریا لپاره د خپلو هڅو او کوښښونو کېسه وکړه

رنویر سنګ د بریا لپاره د خپلو هڅو او کوښښونو کېسه وکړه

رنویر سنګ اوسمهال د بالیووډ د فلمي صنعت یو له هغه اداکارانو یا هنرمندانو له جملې څخه شمېرل کېږي چې ډېر زیات مینوال لري، خو نوموړي د خپل بریالیتوب په اړه ویلي چې تر دې ځایه پورې یې د رسېدو لپاره د ګلونو نه بلکې د اغزو ډکه لار وهلې ده.

د یوې بهرنۍ رسنۍ د راپور له مخې ویل کېږي چې رنویر سنګ د هندي فلمونو په صنعت کې د قدم له اېښودو تر کامیابۍ پورې ټوله کېسه بیان کړې ده.

نوموړې ویلي چې د کیریر په لومړیو کې یې داسې احساس درلود چې د بریا لپاره یې هیله هم نشته او په دومره لوی فلمي صنعت کې قدم ایښودل او بیا بریا ترلاسه کول ډېره ستونزمنه وي.

رنویر سنګ وایي چې: ((خو ما هڅه وکړه، تاسې ویلی شئ چې زه وږی او بې عقل وم،، خو ددې هر څه نه آخوا دا چې ما پخپله وړتیا باور درلود.))

دی زیاتوي چې په دې ښه پوهېدو چې دا څومره لوی سفر دی، خو بیاهم د خپل باور د تجربه کولو لپاره تیار و. مخکې وایي کله چې هیڅ هم ښه نه ول نو تر میاشتو میاشتو به زنګ نه راتله.

رنویر سنګ وایي چې په دې ستونزمنو وختونو کې یې هم پخپل هدف توجه کوله او همدغې ارادې یې بالاخره رنګ راوړ او اوس پخپلو خوبونو کې ژوند کوي.

دا هم ولولئ

شروتي حسن

شروتي حسن د مالي ستونزو ښکار شوه، وايي: پلار مې راسره مرسته نه کوي

د هندي سینما د مشهور هنرمند او سیاستوال کمل حسن لور او مشهوره اداکاره شروتي …