کورپاڼه / اسلام / د بني اسرایلو یوې بوډۍ حضرت موسی علیه السلام ته شرط کېښود چې

د بني اسرایلو یوې بوډۍ حضرت موسی علیه السلام ته شرط کېښود چې

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له یو صحرایي کس سره میلمه شو، چې د رسول الله ښه خدمت او قدر دانی وکړ، نو پیغمبر علیه السلام ورته وفرمایل چې له ماسره په مدینه کې هم ووینه، څو ورځې وروسته صحرایي کس راغی، نو رسول الله ورته وفرمایل چې څه غواړې، هغه شخص وویل یو اوښه او اوزه غواړم چې شېدې کوي، رسول الله وفرمایل افسوس! چې تا د بني اسرایلو د یوې بوډۍ په څېر سوال نه دی کړی، نو صحابه کرامو چې هغه واقعه څه ډول وه؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې کله حضرت موسی علیه السلام بني اسرایل له ځان سره کړل نو لاره ترې ورکه شوه، ډېرې هڅې وکړې خو لار یې ونه موندله، نو موسی علیه السلام ټول راټول کړل او پوښتنه یې وکړه چې دا تیار د څه شي ده؟

د بني اسرایلو مشرانو او عالمانو وویل چې خبره داسې ده چې حضرت یوسف علیه السلام پخپل اخر وخت کې له موږ ژمنه اخیستې وه، چې کله موږ له مصر څخه ځو نو د هغه تابوت به هم له ځان سره وړو.

حضرت موسی علیه السلام پوښتنه وکړه چې تاسو کې چاته د یوسف علیه السلام قبر معلوم دی، ټولو انکار وکړ چې موږ نه پوهېږو پرته له یوې ښځې هیڅوک یې هم په اړه نه پوهېږي، حضرت موسی علیه السلام هغې زړې ښځې پسې یو کس ور ولېږه او ورته یې وویل چې د یوسف علیه السلام قبر راته وښیه.

خو هغه ښځې حضرت موسی علیه السلام ته شرط کېښود چې په جنت کې به له تاسره یم، حصرت موسی علیه السلام باندې شرط دروند تمام شو، دا وخت ورته وحي راغله چې شرط یې ومنه. بیا یې د یو ډنډ خواته بوتلو چې د اوبو رنګ هم بدل شوی و او و یې ویل چې اوبه ترې راوباسه کله چې یې اوبه وویستې، ځمکه یې ښکاره شوه، بیا یې وویل چې دغه ځای وکینده چې یو قبر به درته راڅرګند شي، تابوت له ځان سره واخله نو لار به درته صافه شي.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …