کورپاڼه / روغتيا / په غذایي توکو د کوم توکي کمښت د روغتیا لپاره زیانمن وي؟

په غذایي توکو د کوم توکي کمښت د روغتیا لپاره زیانمن وي؟

د غذایي توکو کمښت د هر عمر په کسانو کې لېدل کېږي، که چېرته ورته په پاملرنه ونه شي نو له ډېرو سختو ستونزو سره یې مخ کولی شي، نو ځکه خو ویل کېږي چې په خوراک کې باید داسې توکي شامل شي ترڅو د بدن اړین غذایي توکي پوره کړي او هغه کسان چې د غذایي توکو له کمښت سره مخ وي نو په سمه توګه خوراک هم نه شي کولی.

ترټولو ډېر عام د غذایي توکو کمښت عبارت دی له پروټین، ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي، ویټامین ډي، کلسیم، فولیټ، آیودین او د اوسپنې له کمښت څخه.

پروټین:

د پروټین کمښت ډېر وخت په غټو ماشومانو کې لېدل کېږي، په ځانګړي توګه په هغه کسانو کې چې غذاییت ته لاسرسی نه لري، خو په غټانو کې بیا په کسانو کې لېدل کېږي چې په سمه توګه غذا نه شي ترلاسه کولی، د ژور خپګان سره مخ وي یاهم تر ډېره له لوږې سره مخ وي.

اوسپنه:

د اوسپنې کمښت په بدن کې د وینې د کمښت سبب کېږي، چې امیندوارې میرمنې او ماشومان ورسره ډېر مخ کېږي او د وینې کمښت په ښځو کې د ماشوم د زېږون پر وخت د دوی د مړینې سبب ګرځي او په همدې سبب د نوي زېږېدلي ماشوم وزن کم وي او کولی شو چې د غوښې، لوبیا او خرما سره پوره کړو.

ویټامین ای:

ویټامین درلودونکې خواړه د دفاعي سیستم د پیاوړتیا سبب کېږي او د سترګو دید هم ښه کوي، که چېرته زموږ بدن د ویټامین ای له کمښت سره مخ شي نو د سترګو نظر مو کمزوری او نور میکروبي حالت رامنځته کوي او کولی شو چې د روښانه رنګونو له مېوو، سبزیجاتو او نورو توکو یې لاسته راوړو.

ویټامین ډي:

ویټامین ډي د هډوکو د پیاوړتیا سبب ګرځي او د ماتېدو څخه په ژغورلو کې مرسته کوي، دغه غذایي توکی له شېدو او پنیر څخه ترلاسه کولی شو.

ویټامین بي ۱۲:

ویټامین بي ۱۲ دماغ متحرک کوي او د کمښت په پایله کې بدن میکروبونه جوړوي او پر کولمو هم اغېزې کوي، د هګیو ژېړ او لبنیات یې یوه ښه سرچینه ده.

د آیوډین کمښت:

په ماشومانو کې د آیوډین کمښت د هغه وده اغېزمنوي او هغه توکي چې آیوډین ورڅخه لاسته راځي له ماهي او هګۍ څخه عبارت دي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …