کورپاڼه / تجارتي ليګونه / روهيت شرما ١.٢ ميليون روپۍ جريمه شو

روهيت شرما ١.٢ ميليون روپۍ جريمه شو

په اى پي ايل کې د ممبۍ انډينز لوبډلې لوبډلمشر روهيت شرما ١٢ لکه يا ١.٢ ميليونه هندي روپۍ جريمه شوى دى، چې پرون يې په لوبه کې په ټاکلي وخت کې اورونه نه دي ترسره کړي.

پرون په چيناى کې د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې ډيلي کاپيټلز پکې د ٦ ويکټو په توپير بريا خپله کړه. خو په ياده لوبه کې ممبۍ انډينز په ټاکلي وخت کې اورونه ترسره نه کړاى شو.

د اى پي ايل له خوا په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د slow over-rate له وجې د ممبۍ انډينز لوبډلمشر ويراټ کوهلي ١٢ لکه هندي روپۍ جريمه شوى دى. خو که بيا ځلې ورته کار وشي، نو جريمه ډېرېدى هم شي.

دا په روان ليګ کې د ممبۍ انډينز لومړۍ لوبه ده چې د اورونو په ټاکلي وخت کې نه ترسره کېدو له امله جريمه کېږي. د دويم ځل لپاره که داسې کار وکړي، نو جريمه به يې يو په دوه شي.

د دويم ځل لپاره به لوبډلمشر ٢٤ لکه يا ٢.٤ ميليونه او هر لوبغاړى ٢٥ سلنه، يعنې ٦٠٠ زره روپۍ جريمه کېږي او که د دريم ځل لپاره دا کار وشو، نو د يوې لوبې له بندېز سره هم مخ کېداى شي.

په دريم ځل کې به لوبډلمشر د يوې لوبې له بندېز سره مخ کېږي، ١٢ لکه روپۍ به جريمه کېږي او هر لوبغاړي څخه به د لوبې پنځوس سلنه پېسې هم ګرځول کېږي.

دا هم ولولئ

ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق

نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه ځوان لوبغاړي نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته …