کورپاڼه / خبرونه / راشد خان یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ
راشد خان

راشد خان یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان د افغانستان هغه لوبغاړی دی چې په ټولنیزو رسنیو کې تر نورو زیات تعقیبوونکي لري.

په انسټاګرام کې تازه د راشد خان د تعقیبوونکو یا فالوورز شمېر له دوه میلیونو څخه پورته شوی دی.

راشد خان تر ټولو زیات فعالیت هم په انسټاګرام کې کوي، نوموړی هلته نه یوازې دا چې تازه عکسونه او ویډیوګانې خپروي، بلکې کله کله د مینه والو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکوي.

که د راشد خان د انسټاګرام اکاونټ ته وکتل شي، نو نوموړي تراوسه پورې ۳۲۰ پوسټونه کړي دي او همدا راز ۴۴۴ کسان يې هم فالو کړي دي. همدا راز په ټک ټاک کې هم نوموړی تر يو ميليون زيات فالوورز لري.

له راشد خان وروسته په انسټاګرام کې محمد نبي ۲۸۷ زره او مجیب الرحمان ۱۲۹ زره تعقیبوونکي لري.

دا هم ولولئ

محمد نبي

د نبي خېریه بنسټ په کابل او ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرسته وکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي محمد نبي خېریه بنسټ له لوري په …