کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ای پي ایل: پنجاب د حېدراباد لوبډلې ته ۱۲۱ منډې هدف وټاکه

ای پي ایل: پنجاب د حېدراباد لوبډلې ته ۱۲۱ منډې هدف وټاکه

پنجاب کنګز د سنرایزرز حېدراباد پر وړاندې ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه چې ټوله لوبډله يې په ۱۲۰ منډو وسوځېده او حېدراباد ته يې د ۱۲۱ منډو هدف وټاکه.

د ای پي ایل ۱۴مه لوبه د پنجاب کنګز او سنرایزرز حېدراباد ترمنځ په چینای کې ترسره کېږي، چې پنجاب د پچې له ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

پنجاب کنګز په ۱۹.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې ماینک اګروال ۲۲، شاه رخ خان ۲۲، کریس ګیل ۱۵ او موسیس هینریکس ۱۴ منډې وکړې.

د سنرایزرز حېدراباد له خوا خلیل احمد ۳، ابیشیک شرما ۲، راشد خان، بوینشور کمار او سدهارت کول ۱-۱ ویکټ واخیستې. راشد خان ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې.

د یادولو وړ ده چې سنرایزرز حېدراباد له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې دي او ټولو کې يې ماتې خوړلې، خو پنجاب کنګز بیا ۱ لوبه ګټلې ده.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …