کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان له زمبابوې نه لومړۍ لوبه وګټله

پاکستان له زمبابوې نه لومړۍ لوبه وګټله

زمبابوې په لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه کې د پاکستان پر وړاندې ښه لوبه ترسره کړه، خو ونه توانېده چې پاکستان ته ماتې ورکړي.

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه په هراری کې ترسره شوه، چې په پیل کې زمبابوې پچه وګټله او پاکستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد رضوان ۸۲  ناسوځېدلې او دانش عزیز ۱۵ منډې وکړې.

د زمبابوې له خوا لوکي جانګوي او ویسلی مادیویر ښه توپ اچونه ترسره او ۲-۲ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز بلیسنګ موزرباني او ریچارډ نګاروا هم ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۵۰ منډو هدف په تعقیب کې د زمبابوې لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې وکړې او د ۱۱ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا کریګ ایروین ۳۴، لوکي جانګوي ۳۰ ناسوځېدلې او تیناشي ۲۹ منډې وکړې. د پاکستان له لوري عثمان قادر ۳، محمد حسنین ۲، حارث روف او محمد حفیظ ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان او زمبابوې ترمنځ به دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه د اپریل په ۲۳مه نېټه په هراری کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …