کورپاڼه / تجارتي ليګونه / حېدراباد لومړۍ بریا خپله کړه

حېدراباد لومړۍ بریا خپله کړه

د سنرایزرز حېدراباد له خوا د ښې توپ اچونې وروسته جوني بیریسټو او ډیویډ وارنر ښه توپوهنه هم ترسره کړه او په روان لیګ کې يې لومړۍ بریا د ۹ ویکټو په توپیر خپله کړه.

د ای پي ایل ۱۴مه لوبه د سنرایزرز حېدراباد او پنجاب کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پنجاب پچه وګټله او توپوهنه يې وکړه.

پنجاب کنګز په ۱۹.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې ماینک اګروال او شاه رخ خان ۲۲-۲۲ منډې وکړې.

د سنرایزرز حېدراباد له لوري خلیل احمد درې، ابیشیک شرما دوه، راشد خان، بوینشور کمار او سدهارت کول یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۲۱ منډو هدف د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې په ۱۸.۴ اورونو کې د ۱ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د ۹ ویکټو په ستر توپیر يې لومړۍ بریا خپله کړه.

د حېدر اباد له خوا جوني بیریسټو ۶۳ ناسوځېدلې، ډیویډ وارنر ۳۷ او کین ویلیمس ۱۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د پنجاب له لوري فابین الین ۱ ویکټ واخیسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جوني بیریسټو ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې په نننۍ لوبه کې هم راشد خان روژه په خوله ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ۴ اورونو کې يې ۱۷ منډې ورکړې او ۱ ویکټ يې واخیسته.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …