کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د تعصب ناکو جملو او کلمو څخه د مخنیوي لپاره انستاګرام نوی فیچر رامنځته کړی

د تعصب ناکو جملو او کلمو څخه د مخنیوي لپاره انستاګرام نوی فیچر رامنځته کړی

د فیسبوک د ملکیت لاندې اپلیکیشن له تعصب څخه د ډکو الفاظو، جملو او د ایموجیانو څخه د خلاصون لپاره یو ځانګړی فیچر یا ځانګړتیا رامنځته کړې.

نوموړی شرکت وایي چې دغه فیچر به د فلتر آپشن په مرسته د هغه کاروونکو سره په اړیکه کې ستونزې رامنځته کړي چې نفرت خورونکي پیغامونه لېږي.

انستاګرام پخپل پلیټ فارم د نفرت خورونکو خبرو اترو او له انلاین بد اخلاقۍ څخه د خلاصون لپاره خپلو هڅو ته زور ورکړی.

د فلتر آپشن په مرسته به کاروونکي پخپلې خوښې سره داسې کلمې، جملې ایموجیانې شاملې کړي چې غواړي په پیغامونو کې یې بلاک کړي.

انساګرام ویلي دي چې دغه ځانګړتیا یوازې د نیغ په نیغه د پیغامونو غوښتونکو ته د ګټې وړ ده، نه په انباکس کې د پیغامونو د کولو لپاره.

د یادولو وړ ده چې فیسبوک د ملکیت لاندې د پیغام رسونې اپلیکیشن په دې وروستیو د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه او ځانګړتیاوې رامنځته کړي.

دا هم ولولئ

هغه حجرې موندل شوی چې د موبایل د نیلي رنګه رڼا اغېزې تر دماغو رسوي

ساینسپوهانو د یوې روغتیایي څېړنې له مخې په سترګو کې داسې حجرې موندلي دي، چې …