کورپاڼه / جالب / د یو عکس په لیدو ښځې خپل خاوند ته طلاق ورکړ او له کوره يې هم وشړلو

د یو عکس په لیدو ښځې خپل خاوند ته طلاق ورکړ او له کوره يې هم وشړلو

د امریکا یوې ښځې چې په ټک ټاک کې مشهوره ده، په فېسبوک کې د خپل خاوند د یو عکس لیدو وروسته يې هغه ته طلاق ورکړ او همدا راز له کوره يې هم وشړلو.

د (دي انډیپینډنټ) د راپور په وېنا، د دغه سړي عکس په یو نایټ کلب کې اخیستل شوی و، چې یاد کلب په خپله فېسبوکپاڼه کې خپور کړی و، چې د ټېلر پیج په نوم د دغه ښځې خاوند په کې د څو ښځو سره د نڅا پر مهال لیدل کېده.

ټیلر وايي، کله چې يې دا عکس دقیق ولیده، نو پام يې شو چې د خاوند په لاس کې يې د واده ګوتمه نشته. هغې د ټک ټاک په یوه ویډیو کې ویلي، کله چې ما دا عکس ولیده، نو زیاته حېرانه شوم چې زما خاوند بهر خلکو ته ځان د مجرد په توګه معرفي کوي.

نوموړې په دغه ویډیو کې مخکې وايي، کله چې مې د خاوند نه په دې اړه پوښتنه وکړه، نو هغه انکاري شو او راته يې وویل، چې د هغه عکس د کلب کسانو فوټوشاپ کړی او د هغه په لاس کې ګوتمه يې پکې ورکه کړې ده.

هغه زیاتوي، خو ما مې د خاوند اصلیت پېژندلی و، مو ځکه د هغه په هېڅ درواغو مې باور نه کاوه، چې طلاق مې ورکړ او له خپل کور څخه مې هم وویسته.

دا هم ولولئ

په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي لپاره اوس هم خوشایه استعمالېږي

د روغتیایي کارپوهانو له خبرداري سربېره بیاهم په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي …