کورپاڼه / اسلام / کافر په اوو کولمو سره خوراک کوي او مسلمان په یوې کولمې

کافر په اوو کولمو سره خوراک کوي او مسلمان په یوې کولمې

حضرت میمونه بنت حارث رضي الله عنها وایي چې یو کال قحطي راغله نو کلیوال خلک مدینې منورې ته راغلل، د حضرت محمد صلي الله علیه وسلم په آمر هر صحابي به په هغوی کې یو کس له لاسه نېوه، میلمه کاوه یې او د شپې ډوډۍ یې پرې خوړله.

په دې کې یوه شپه یو کلیوال راغی او نبي کریم صلی الله علیه وسلم له ځان سره میلمه کړ او د خوراک لپاره او څښاک لپاره چې رسول الله څومره خواړه او شېدې لرلې، ټولې یې وڅښلې او هیڅ یې هم پرېنښودل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه یا دوه شپې نور هم له ځان سره راوسته او هره ورځ به یې هر څه خوړل، چې په دې کې ما وویل چې خدایه ته په دې کلیوالو کې برکت مه اچوه ځکه چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ټول خواړه خوري او هیڅ هم ورته نه پرېږدي.

کله چې هغه کلیوال مسلمان شو او بیا رسول الله له ځان سره بوتلو نو په دې شپه یې ډېره لږه غوندې ډوډۍ وخوړه، نو ما رسول الله ته وفرمایل چې دا هماغه کس دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، هو هماغه دی مخکې کافر و اوس مسلمان شوی دی، کافر په اوو کولمو خوراک کوي او مسلمان په یوې کولمې سره.

(حیات الصحابه)

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …