کورپاڼه / روغتيا / هغه کسان چې لږ خوب کوي په دې خطرناکه ناروغۍ اخته کېدلی شي

هغه کسان چې لږ خوب کوي په دې خطرناکه ناروغۍ اخته کېدلی شي

روغتیایي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې لږ خوب کوونکي کسان د نسیان (حافظې) په ناروغۍ اخته کېږي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د فرانسې په پیرس پوهنتون کې د ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې لږ خوب کول د نسیان د ناروغۍ سبب ګرځي.

نسیان د هېرولو یاهم د حافظې د کمزورۍ ناروغي ده او هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته وي په حافظه، فکر او چلند کې یې د بدلون څرګندې نښې ښکاره کېږي او په دې ناروغانو کې لومړی د حافظې کمزوري او په ورځنیو کارونو کې له ستونزو سره مخ کېږي او تر څنګ یې ذهني فشار او په شخصیت کې بدلون هم رامنځته کېږي.

د څېړنې له مخې هغه کسان چې په ورځني ډول له شپږو ساعتونو څخه لږ خوب کوي په منځني عمر کې د نسیان له ناروغۍ سره مخ کېږي او تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې پنځه میلونه خلک په دې ناروغۍ اخته دي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په ټاکلي وخت سره د خوب په کولو د انسان بدني او ذهني روغتیا ته ګټه رسېږي او هغه کسان چې لږ خوب کوي خپل عادت ته دې بدلون ورکړي.

دوی زیاتوي چې لږ خوب کول یا ډېر خوب کول په دواړو صورتونو کې د انسان پر روغتیا منفي اغېزې پرېوځي، د بالغو کسانو لپاره له اوو څخه تر اتو ساعتونو پورې د خوب کول اړین وي او د نوو زېږېدلو ماشومانو لپار دولس ساعته خوب ضروري وي، هغه ماشومان چې ښوونځي ته ځي یوولس ساعته او ځوانان دې له اتو تر لسو ساعتونو خوب وکړي.

دا هم ولولئ

کولا او خواږه مشروبات د سرطان خطر دوه برابره کوي

لکه څنګه چې هوا یو څه ګرمښت موندلی او د کولا او خوږو مشروباتو استعمال …