کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د حېدراباد بریا يې د CEO په څېره خندا راوسته

د حېدراباد بریا يې د CEO په څېره خندا راوسته

د سنرایزرز حېدراباد د لومړۍ بریا وروسته د یادې لوبډلې د لوبغاړو تر څنګ يې د لوبډلې په نورو کسانو کې هم خوشحالي خپره شوې ده او ترڅنګ يې د اجراییوي رییسې څېره باندې هم خندا خپره ده.

د حېدراباد لوبډلې اجراییه رییسه کاویا مران چې په تېره یوه لوبه کې د حېدراباد له ماتې يې وژړل او عکسونه يې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي و، اوس يې د خوشحالۍ عکسونه خپاره شوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړې د خندا عکسونه لاس په لاس کېږي، چې د حېدراباد د بریا پر مهال اخیستل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې بیا ډېر کسان د حېدراباد د بریا نه زیات د کاویا مران د خوشحالۍ او خندا ته خوشحاله دي او وايي، چې دا خندا له هر څه زیاته ده.

د یادولو وړ ده چې نن سنرایزرز حېدراباد د ۹ منډو په ستر توپیر د پنجاب کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روان لیګ کې يې لومړۍ بریا په خپل نوم کړه.

دا هم ولولئ

ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق

نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه ځوان لوبغاړي نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته …