کورپاڼه / جالب / نور نو دروغ ویل هم ستونزمن شول، امریکا ورته ماشین جوړ

نور نو دروغ ویل هم ستونزمن شول، امریکا ورته ماشین جوړ

په امریکا د دروغو د نېولو یا معلومولو لپاره یو داسې ماشین جوړ شوی، چې د سترګو حرکت ریکارډ کوي او په دې ډول سره د رښتیا او دروغ تر نوي سلنو پورې معلوموي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د امریکا د (فرم کونویرس) ټیکنالوژۍ تر نوي سلنو پورې د رښتیا او دروغو د ښه معلومولو لپاره یو ماشین جوړ کړی دی.

ویل کېږي چې دغه ټیکنالوژي د انسانان د زړه د درزا د معلومولو، ساه اخیستلو او د خولې د معلومولو له ماشینونو سره بالکل توپیر لري.

د فرم ټیکنالوژۍ مشر ټود میکلسن وایي چې انسانان د خپلو ساه ګانو د کنترولولو، د آرامه اوسېدلو او د خولې په نه راتللو سره د رښتیا او دورغو معلومات کېدلی شي.

او دغه ماشین چې نوی جوړ شوی د سلو بېلابېلو عناصرو سره به د سترګو د غاټکو په اندازه کې د بدلون رامنځته کېدل ریکارډ کړي او په دې ډول به د دروغو او رښتیاوو معلومات وشي.

دا هم ولولئ

په مراکش کې یوې ښځې په یوځای نهه ماشومان زېږولي

د مراکش په یو روغتون کې د یوې ښځې نهه ماشومان زېږېدلي، چې کورنۍ ورته …