کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چینای د کلکتې لوبډله ماته او جدول کې لومړۍ شوه

چینای د کلکتې لوبډله ماته او جدول کې لومړۍ شوه

د چینای سوپر کنګز لپاره نن فاف ډوپلیسي ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه چې د ستر هدف ټاکلو څخه وروسته ديپک او نګیدي ښه توپ اچونه ترسره او هدف يې دفاع کړ او د ۱۸ منډو په توپیر يې کلکته ماته کړه.

د هند تجارتي لیګ ۱۵مه لوبه د چینای سوپر کنګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کلکتې د پچې له ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

چینای سوپر کنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې فاف ډوپلیسي په ۶۰ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې، روټوراج ګایکواړ ۶۴ او معین علي ۲۵ منډې وکړې.

د کلکته نایټ رايډرز له خوا ورون چکرورتي، سنیل ناراین او انډري رسل ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۲۲۱ منډو هدف په تعقیب کلکته نایټ رایډرز په ۱۹.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې وکړې او د ۱۸ منډو په توپیر يې لوبه وبایلله.

د دوی له خوا پاټ کومنز ۶۶ ناسوځېدلې، انډري رسل ۵۴ او دینیش کارتیک ۴۰ منډې وکړې. د چینای له لوري ديپک چاهار زبردسته توپ اچونه ترسره او ۴ لوبغاړي وسوځول، او لونګي نګیدي ۳ ویکټې واخیستې.

د یادولو وړ چې دا د چینای سوپر کنګز څلورمه لوبه وه چې دریمه بریا يې خپله او د ۶ نومرو سره د جدول سر ته لاړه، کلکته بیا په شپږم مقام کې ده.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه فاف ډوپلیسي ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …