کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان هم په نننۍ لوبه کې جایزه ترلاسه کړه

راشد خان هم په نننۍ لوبه کې جایزه ترلاسه کړه

مخکښ افغان لوبغاړي راشد خان هم نن د پنجاب کنګز پر وړاندې لوبه کې یوه جایزه ترلاسه کړه. دا لوبه چې د حېدراباد او پنجاب ترمنځ ترسره شوه، حېدراباد پکې د ۹ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه، چې په روان لیګ کې يې دا لومړۍ بریا ده.

راشد خان په دې لوبه کې په ۴ اورونو کې د ۱۷ منډو په بدل کې ۱ لوبغاړی وسوځاوه، خو د دې ترڅنګ يې یو ښه کېچ هم ونیولو. کله چې د ماینک اګروال په توپ خلیل احمد د شاټ وهلو هڅه وکړه، نو راشد خان کېچ کړ او له مېدانه بهر شو.

راشد خان ته په دې لوبه کې د VIVO Perfect Catch of the Match جایزه ترلاسه کړه، چې سل زره هندي کلدارې دي.


د یادولو وړ ده چې راشد خان د لوبو پر مهال هم روژې نیسي، نن يې هم روژه وه، چې روژه په خوله يې هم ښه لوبه ترسره کړه او په ټولنیزو رسنیو کې هم وستایل شو.

یاده دې وي چې په دې لوبه کې جوني بیریسټو د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته او همدا راز شاه رخ خان هم یوه جایزه واخیسته، خو بیریسټو بیا څلور نورې جایزې هم ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

مبارز: په دویم رونډ کې به رانه ځان خلاص نه کړې. سمیع فیضي: راځه پنجره کې سره مخ شو

عبدالسمیع فیضي، باز محمد مبارز ته په پنجره کې د سیالۍ کولو چیلنج ورکړی او …