کورپاڼه / خپلواک / پاکستاني لوبغاړي د کرکټ بورډ پر ضد درېدلي
پاکستان کرکټ لوبډله

پاکستاني لوبغاړي د کرکټ بورډ پر ضد درېدلي

خپلواک وېبپاڼه (٢ نومبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ځينو لوبغاړو د پاکستان کرکټ بورډ د هغه پرېکړې پر تړاو غصه ښکاره کړې، چې ويلي يې و پاکستاني لوبغاړي به په لس اوريزه ليګ کې نه لوبېږي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، په لس اوريزه ليګ کې د لوبېدو اجازې نه ورکولو له امله ځينې ملي لوبغاړي د کرکټ بورډ پر ضد بغاوت ته اماده شوي.

دوى زياتوي، چې د عماد وسيم په مشرۍ د پاکستان کرکټ بورډ له اجراييوي رييس وسيم خان سره تر ليدنې وروسته دغه لوبغاړي پخلا شوي دي، خو ښايي چې بېرته سر راپورته کړي.

د کريک انفو وېبپاڼې د راپور په وينا، د لس اوريزه ليګ لپاره د اېن او سي نه ورکولو له امله عماد وسيم، محمد عامر او شعېب ملک په ګډون ځينو نورو لوبغاړو خپله ډله جوړه کړې او اراده يې وه چې د کرکټ بورډ پر ضد بغاوت وکړي، خو د پاکستان کرکټ بورډ له اجراييوي مشر وسيم خان سره تر ليدنې وروسته دوى ارام کړاى شوي دي.

دوى وايي، اوس خو دغه لوبغاړي ارامه شوي دي، خو ښايي د پاکستان او اسټراليا ترمنځ د شل اوريزه سياليو پاى ته رسېدو نه وروسته دغه لوبغاړي يو ځل بيا د کرکټ بورډ پر ضد ودرېږي.

پاکستاني رسنۍ د يوې سرچينې له خولې ليکي، چې د پاکستان کرکټ بورډ لوبغاړو ته د هند بېلګې ورکوي، چې د هغوى لوبغاړي پرته له اى پي ايل په بل هېڅ تجارتي ليګ کې نه لوبېږي، خو لوبغاړي بيا وايي، چې هندي لوبغاړي له اى پي ايل او کورنيو سياليو څخه په کروړونو روپۍ ګټي، نو هغوى ته د نورو هېوادونو په تجارتي ليګونو کې د ګډون هېڅ اړتيا نشته.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …