کورپاڼه / اسلام / آیا ټول مال او شتمني د الله په لار کې مصرفول او د اولاد لپاره هیڅ نه پرېښودل سم کار دی؟

آیا ټول مال او شتمني د الله په لار کې مصرفول او د اولاد لپاره هیڅ نه پرېښودل سم کار دی؟

حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه وایي چې زه د حجة الوداع په کال ډېر زیات ناروغ شوم، کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم زما پوښتنې ته راغی نو ما ورته وویل، چې زما ناروغي ډېره شوې ده او زه یو شتمن شخص یم او زما کوم وارث هم نشته، یوازې یوه لور لرم نو آیا زه خپله شتمني دوه پر دریمه برخه صدقه کړم؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې، نه، ما ورته وویل چې نیم دولت صدقه کړم؟ رسول الله وفرمایل نه، ما ورته وویل چې د خپل مال دریمه برخه صدقه کړم، رسول الله وفرمایل هو صدقه یې کړه او دریمه برخه هم ډېره ده.

تاسې خپلو وارثینو ته مال او شتمني پرېږدی او دا له هغې غوره چې تاسې فقیران پرېږدئ او هغوی د نورو مخ ته لاسونه خوروي او خیرات غواړي، تاسې چې هر څه د الله په لار کې مصرفوئ نو الله تعالی به یې ضرور اجر درکوي، حتی تر دې چې تاسې کومه مړۍ خپلې میرمنې ته خولې ورکوئ د هغې اجر هم درکوي.

حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه فرمایي چې ما ورته وویل چې یا رسول الله زه خو داسې احساس کوم چې نور مهاجرین به له تاسره له مکې بېرته لاړ شي، زه به دلته پاتې کېږم او همدلته مکه کې به وفات کېږم خو لکه څنګه چې ما له مکې هجرت کړی نو اوس نه غواړم چې دلته وفات شم.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وفرمایل، نه ستا ژوند به اوږد وي، ته به نیک کارونه کوې او په دې به دې درجه لوړه وي، عزت به دې هم ډېرېږي او ستا په ذریعه به اسلام او مسلمانانو ته ګټه رسېږي او نور به تاوان کوي، چې بیا سعد بن ابي وقاص د عراق د فتحې ذریعه وګرځېدو.

دا هم ولولئ

حج

سعودي عربستان د حج اعلان وکړ

سعودي عربستان اعلان وکړ، چې سږکال به د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره پوره بندوبست …