کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په الماسو ښکلی شوی ماوس ډالۍ شو، خو قیمت یې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي حیران کړل

په الماسو ښکلی شوی ماوس ډالۍ شو، خو قیمت یې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي حیران کړل

هغه مشهور شرکت چې د ګیم کولو لپاره ماوس یا ماوسونه جوړوي له الماسو څخه یې جوړ شوی ماوس په ډالۍ کې ورکړ، خو قیمت یې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي له حیرانۍ سره مخ کړي.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا د ګیم کولو لپاره د ماوس جوړولو شرکت په الماسو ښکلی شوی (سټار لایټ ۱۲) د لړۍ ماوس امریکایي شرکت (ټویچ سټریمر) ته، چې په ژوندۍ بڼه د ګیم ویډیوګانې جوړوي، ډالۍ کړ.

ویل کېږي چې دغه ماوس د (سټار لایټ) د لړۍ نوی راتلوونکی ماوس دی چې (سټریمر) ته په ډالۍ کې په ځانګړي توګه په الماسو ښکلی کړی دی او تصویر یې د (سټمریر سمټ ۱ جي) پخپل تویټر خپور کړی.

سټریمر سمټ رسنیو ته ویلي چې ددې ماوس بیه یو لک ډالر ده، نوموړی دغه ماوس یو ځانګړی ماوس ګڼي او هره ورځ او شپه یې په المارۍ بند ایښی وي ترڅو څوک یې ترې غلا نه کړي.

سټریمر وایي چې د سټار لایټ ۱۲ د لړۍ ماوس د بې سیمه او سیم لرونکو ماوسونو څخه ډېر ګړندی دی او له ترټولو سپک فلز میګنیزیم څخه جوړ شوی دی.

دا هم ولولئ

هغه ځیرک بوټونه چې د ړندو او هغه کسانو لپاره لار ښیي چې نظر یې کار نه کوي

ساینسپوهانو داسې ځیرک بوټونه جوړ کړي چې ړانده او هغه کسان چې لاره نه شي …