کورپاڼه / روغتيا / مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې مستې د روغتیا لپاره یو خزانه ګڼل شوې، چې په ورځني ډول یې استعمال ډېر زیاتې ګټې لري.

مستې یو له غوره غذایي توکو له جملې څخه دي، چې له پېړیو راهیسې یې استعمال راروان دی او په همدې سبب په مختلفو هیوادونو کې د ماښامي او پیشلمي پر وخت د دسترخوان برخه ګرځي. مستې ډېر کم غوړ او کالوري لري، په یوه پیاله مستو کې یوازې ۱۲۰ کالوري وي او د پروټینو درلودل یې د عضلو لپاره ګټور وي.

ویل کېږي چې په سل ګرامو مستو کې په زرګونه ښې بکتریاوې، ۵۹ کالوري، ۰.۴ ګرامه غوړ، ۵ ملي ګرامه کلیسترول، ۳۶ ملي ګرامه سودیم، ۱۴۱ ملي ګرامه پوتاشیم، ۳.۲ ګرامه شکر، ۱۱ سلنه کلسیم، ۱۳ سلنه کوبالامین، ۵ سلنه ویټامین بي ۶ او ۲ سلنه میګنیزیم شتون لري.

مستې سوړ اغېز لري او په همدې سبب یې په اوړي او روژه کې استعمال ډېرېږي، د مستو په خوړو یاهم د شوړمبو په څښلو سره تر ډېره د لوږې احساس ختمېږي او انسان ته د آرام احساس ورکوي. روغتیایي کارپوهان وایي هغه کسان چې خپل وزن همدغسې ساتل غواړي هغوی دې په ورځني ډول یوه پیاله مستي وخوري او هغه کسان چې ورزش کوي د هغوی لپاره هم اړینه غذا ده.

ډېر شمېر کسان له خوراک او څښاک وروسته د معدې له ستونزو سره مخ کېږي چې مستې ورته ګټورې تمامېږي، دغه راز ځینې کسان د شېدو په څښلو سره د معدې له ستونزو او چاغښت سره مخ کېږي، چې مستې یې یو ښه بدیل دی.

هغه کسان چې د زړه په ناروغیو اخته وي د هغوی لپاره هم مستې یوه غوره غذا ګڼل کېږي او روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې په یادې ناروغۍ اخته کسان دې مستې وخوري، ځکه چې مستې د کلیسترولو کچه برابره ساتي او د وینې فشار له ناروغیو مو ژغوري او ترڅنګ یې د مستو ټولې اجزاوې په آسانۍ سره هضمېږي او د هضم په مرحله کې مرسته هم کوي.

دغه راز د کلسیم او فاسفورس شتون یې د هډوکو او غاښونو لپاره ډېر زیات ګټور دی او ترڅنګ د بندونو د دردونو لپاره هم اغېزمن تمامېږي. بل لوري ته د انسان بدن ته انرژي ورکوي او دفاعي سیستم یې پیاوړی کوي، نو ځکه خو یې په ماښامي او پیشلمي کې استعمال اړین ښودل شوی دی.

دا هم ولولئ

آیا د خولې میکروبونه د مفصلونو ناروغۍ رامنځته کولی شي؟

هالنډي ساینسپوهان په دې باور دي چې د مفصلونو یعنې د بندونو د درد لومړنۍ …