کورپاڼه / هنر او کلتور / کنګنا رناوت: د دریم ماشوم په زېږون دې والدینو ته سزا ورکړل شي

کنګنا رناوت: د دریم ماشوم په زېږون دې والدینو ته سزا ورکړل شي

د بالیووډ اداکارې یا هنرمندې کنګنا رناوت په هند کې د نفوسو د کنترول لپاره ډېره په زړه پورې او عجیبه غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دې هیواد کې دې د دریم ماشوم په زېږون والدینو ته سزا ورکړل شي.

د ټولنیزې رسنۍ په وېبپاڼه ټویټر کنګنا رناوت لیکلي یي چې موږ باید د نفوسو د کنترول لپاره سخت قوانین او اصول جوړ کړو او دا رښتیا دی چې اندرا ګاندي د ټاکنو له بایللو وروسته ددې مسئلې په راپورته کولو له منځه ولاړ.

 

نوموړې وایي چې په اوسني وخت کې بحران ته په کتو باید والدین د دریم ماشوم په زېږولو په بند کې واچول شي او یل دې هم لږ تر لږه جریمه کړل شي.

له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې کنګنا رناوت د خلکو له لورې د سختو نېوکو لاندې راغله او د رسنیو کاروونکو وویل چې نوموړې پخپله دوه نورې خویندې لري.

د یادولو وړ ده چې کنګنا رناوت اوسمهال د اداکارۍ پرځای د جنجالي بیانونو په ورکولو سره تر ډېره د راپورونو د سر ټکی ګرځي.

دا هم ولولئ

نورا فاتحي

د نورا فاتحي یو مینه وال د هغې په نوم په خلکو خواړه وېشلي

د هندي فلمونو کاناډايۍ اداکارې او موډلې نورا فاتحي یو لېوني مین د هغې په …