کورپاڼه / خبرونه / سعودي عربستان په مسجد الحرام کې ښځینه عسکرې په دندو ګومارلي

سعودي عربستان په مسجد الحرام کې ښځینه عسکرې په دندو ګومارلي

په سعودي عربستان کې د لومړي ځل لپاره د حج او عمرې پرمهال په مسجد الحرام کې د امنیت د ترتیبولو لپاره ښځینه عسکرې ګومارل شوي دي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې د سعودي حکومت مسجد الحرام ته د راتلوونکو ښځو د تلاشۍ او څارنې لپاره د ښځینه وو عسکرو د ګومارلو پرېکړه کړې، چې اوسمهال یې دغه پرېکړه عملي کړه.

د ټولنیزې رسنۍ پر وېبپاڼه ټویټر د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت له لوري د ښځینه وو عسکرو د مسولیتونو د پرځای کولو تصویرونه خپاره کړي او په سرلیک کې یې لیکلي چې د حج او عمرې پرمهال به امنیتي دندې ښځینه عسکرې هم ترسره کوي.

 

د کورونا د وایروس پرمهال د ښځینه لمونځ کوونکو او عمره کوونکو باندې د کورونا وایروس د اصولو تطبیق د نارینه وو عسکرو لپاره ستونزمن ول، چې بیا یې په همدې موخه ښځینه عسکرې وګومارلې، چې د ښځینه عمره کوونکو د امنیت او نورو احتیاطي تدابیرو مسولیت به په غاړه ولري.

د یادولو وړ ده چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۲۳ لید لاندې په دې هیواد کې د ښځو د آزادۍ یا ځواکمنولو لپاره په پالیسۍ کار کوي او په امنیتي برخه کې هم ښځو ته روزنه ورکوي.

دا هم ولولئ

د بیل ګیټس او میلنډا د طلاق لامل څرګند شو

د نړۍ د څلور شتمن شخص بیل ګیټس او د هغې د میرمنې میلنډا ګیټس …