کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ځمکې د نړیوالې ورځې په مناسبت ګوګل ځانګړی ډوډل خپور کړی

د ځمکې د نړیوالې ورځې په مناسبت ګوګل ځانګړی ډوډل خپور کړی

نن ورځ د ځمکې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې لمانځل کېږي، چې ددې ورځې په مناسبت مشهور پلټونکي ماشین ګوګل هم خپل نوی ډوډل خپور کړی دی.

ګوګل خپله لوګو چې ډوډل ورته ویل کېږي، د هرې مهمې ورځې یا پېښې په مناسبت سره بدلوي چې دا ځل یې د ځمکې د ورځې په مناسبت ویډیویي ډوډل وړاندې کړی.

د ګوګل په دې ځانګړي ډوډل کې لېدل کېږي چې ماشومان د یوې غټې ونې تر سیوري لاندې ناست دي او کتاب لولي او ترڅنګ یې ځینې نور د بوټو په ایښودلو بوخت دي، د ونې په پاسنۍ برخه د ګوګل توري (google) لیکل شوي او دریم توری (o) یې له ونې جوړ کړی.

د ګوګل له لوري که چېرته په دې ځانګړي ډوډل کلیک وشي نو یوه لنډه ویډیو راځي، چې په هغې کې یې د روښانه راتلوونکي لپاره د ونو ایښودلو لپاره لارښوونه کړې.

په ټوله نړۍ کې له تېرو پنځوسو کلونو څخه د اپریل په دوه ویشتمه نیټه د ځمکې د ساتنې او ورسره د مینې د شعور د پیدا کولو د ځمکې نړیواله ورځ لمانځل کېږي. دغه ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰ کال د اپریل په دوه ویشتمه ولمانځل شوه او دا هغه وخت و چې د چاپیریال د ساتنې په اړه شعور ورو ورو را بیدارېده او خلکو د هوا ککړتیا او نور چاپیریالي خطرونه په ځیر سره کتل.

تېر کال ګوګل د ځمکې د یو کوچني او ډېر مهم ژوندي موجود د شاتو موچۍ د اهمیت په اړه ځانګړی ګیمي ډوډل خپور کړی و.

د ډوډل جوړونکي وایي چې د ډوډل د ګیم لوبولو لپاره یو لوبغاړی تر هغې دوام ورکولی شي ترڅو چې یې زړه غواړي او په همدې ډول د زرګونو ونو منظرې کتلی شي.

دا هم ولولئ

هغه حجرې موندل شوی چې د موبایل د نیلي رنګه رڼا اغېزې تر دماغو رسوي

ساینسپوهانو د یوې روغتیایي څېړنې له مخې په سترګو کې داسې حجرې موندلي دي، چې …