کورپاڼه / هنر او کلتور / ایشوریا رای د طلاق په اړه د پوښتنې په ځواب کې کوربه بې پوښتنې کړو

ایشوریا رای د طلاق په اړه د پوښتنې په ځواب کې کوربه بې پوښتنې کړو

د بالیووډ مشهورې اداکارې یا هنرمندې ایشوریا رای د یوې مرکې پرمهال کوربه ته د طلاق په اړه داسې ځواب ورکړ، چې پوښتنې یې ترې هېرې کړې.

ایشوریا رای چې دوه ورځې وړاندې یې د خپل واده څوارلسمه کلیزه ولمانځله او په دې موقع یې د تصویرونو پر خپرونکي اپلیکیشن د خپلې لور ارادیا سره یوځای تصویر خپور کړی، چې د ګلونو د ګلدانې ترمخې ولاړ وي او داسې ښکاري چې ابیشیک بچن ورسره په ویډیو کال کې موجود دی.

په هندي رسنیو کې د ابیشیک بچن او ایشوریا د واده د کلیزې په مناسبت د نوموړې پخوانۍ مرکه خپرېږي، چې په دې مرکه کې کوربه له ایشوریا رای پوښتنه کوي چې ستاسو د واده مراسم چې ترڅو ورځو یې دوام درلود، نو له داسې مراسمو وروسته به د طلاق اخیستل ډېر ستونزمن وي؟

 

د کوربه د پوښتنې په ځواب کې ایشوریا رای وایي چې:((زموږ ګډ ژوند ډېر ښه تېرېږي او موږ د طلاق په اړه هیڅ فکر هم نه کوو.))

د یادولو وړ ده چې د بالیووډ د افسانوي اداکار امیتاب بچن د زوی ابیشیک بچن او ایشوریا د ۲۰۰۷ کال د اپریل په شلمه نیټه واده وکړ، چې اوس یوه نهه کلنه لور هم لري.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …