کورپاڼه / روغتيا / آیا د لمر ګلي زړي د وزن په کمولو کې اغېزمن تمامېږي؟

آیا د لمر ګلي زړي د وزن په کمولو کې اغېزمن تمامېږي؟

ډېری د خوراکي توکو کارپوهان د لمر ګلي د زړو د خوراک لارښوونه کوي، دوی وایي چې دغه زړي د انسان د بدن لپاره ډېر ګټور وي، خو که چېرته سپین کړل شي نو ګټه یې یو په دوه کېږي ځکه چې سپین شوي زړي په آسانۍ سره هضمېږي او په بشپړه توګه د بدن لپاره اغېزمن تمامېږي.

د سیدیتي مجلې د لیکنې له مخې ویل کېږي چې د لمر ګلي په زړو کې فایبر او اومیګا تري فیټي اسید ډېر زیات وي او دغه راز د لایټو په نوم کیمیاوي ماده هم لري. دغه راز د لمر ګلي زړي په عام ډول د هضم د ښه والي، د قبض د درملنې او د کلیسترولو د کمولو لپاره مرستندویه تمامېږي او د زړه د ناروغیو خطر هم کموي.

د وزن په کمولو کې مرسته کوي:

د لمر ګلي په زړو کې فایبر شتون لري، چې د هضم مرحله ښه کوي او تر ډېره د آرام احساس ورکوي او په همدې ډول د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

د قبض درملنه:

که چېرته تاسې د قبض له ناروغۍ سره مخ یئ، نو کولی شئ چې ددې ستونزې د حل لپاره د لمر ګلي له زړو ګټه پورته کړئ او په سباناري کې غلې، سلاد او مستې شاملولی شئ.

د زړه د ناروغیو خطر کموي:

د لمر ګلي زړي د زړه د روغتیا لپاره هم ګټور وي، د وینې لوړ فشار کموي او د وینې د زیانمنو کلیسترول په کمولو کې مرسته کوي.

د سرطاني ناروغیو څخه مخنیوی کوي:

د بې شمېره ساینسي څېړنو له مخې ویل کېږي چې د لمر ګلي زړي د مختلفو سرطاني ناروغیو څخه په مخنیوي اغېزمن رول لوبوي.

دفاعي سیستم پیاوړی کوي:

د لمر ګلي زړي ډېرې غذایي اجزاوې لري، چې د دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي، خو باید ووایم چې د لمر ګلي زړي به له ډېرو اوبو سره استعمالېږي او د منظم استعمال په اړه یې له ډاکتر سره مشوره وکړئ.

دا هم ولولئ

ډېر زیات خوله کیدل د کومو ناروغیو نښه ګڼل کېږي؟

خوله کیدل یوه طبیعي کړنه ده چې د بدن د یخ یا سوړ ساتلو ترڅنګ …