کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شاه رخ خان له ماتې وروسته هم د خپلې لوبډلې ۳ لوبغاړي وستایل
شاه رخ خان

شاه رخ خان له ماتې وروسته هم د خپلې لوبډلې ۳ لوبغاړي وستایل

په ای پي ایل کې پرون ورځ د هندي سینما د مخکښ ستوري شاه رخ خان لوبډلې کلکته نایټ رایډرز که څه هم ښه لوبه ترسره کړه، خو په لوبه کې يې بریا خپله نه کړای شوه.

کلکته نایټ رایډرز پرون د چینای سوپر کنګز پر وړاندې لوبه ترسره کړه، چې د ۲۲۱ منډو هدف په تعقیب کې يې ۲۰۲ منډې وکړې او د ۱۸ منډو په توپیر يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

شاه رخ خان له لوبې وروسته په یو ټویټ کې د لوبې ستاینه وکړه او له ماتې پرته يې هم د انډري رسل، پاټ کومنز او دینیش کارتیک د توپوهنې ستاینه وکړه.


هغه په خپل ټویټ کې دا هم لیکلي و، چې په بله لوبه کې به کم بېک وکړي. په دغه لوبه کې پاټ کومنز په ۳۴ توپونو ۶۶ ناسوځېدلې، انډري رسل په ۲۲ توپونو ۵۴ او دینیش کارتیک په ۲۴ توپونو ۴۰ منډې کړې وې.

تر دې مخکې، کله چې کلکته نایټ رایډرز په دویمه لوبه کې ډېر اسان هدف نه و پوره کړی، نو شاه رخ خان په یو ټویټ کې د کلکتې لوبډلې له مینه والو څخه بخښنه غوښتې وه.

د یادولو وړ ده چې کلکته نایټ رایډرز تراوسه پورې ۴ لوبې ترسره کړې دي، چې یوازې ۱ لوبه کې بریا خپله کړې تو ۳ لوبو کې د ماتې سره مخ شوې ده.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …