کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي

راشد خان د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي. نوموړي دا خبرې په یوه تازه مرکه کې کړې دي.

په دې مرکه کې راشد خان دا هم ویلي دي، که چېرته هغه کرکټر نه وای، نو ډاکټر به و. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې د خوښې ځای چې چکر ته تلل غواړي، هغه مالدېپ دی.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې له کرکټ پرته يې د خوښې لوبغاړی څوک دی؟ نوموړي وویل چې کریسټیانو رونالډو. د غوره توپ اچونکي د پوښتنې په ځواب کې هغه د سنیل ناراین نوم واخیست.

په وزګار وخت کې څه کوې؟ د دې پوښتنې په ځواب کې راشد خان وايي، چې کله کرکټ نه کوي نو په خپله کوټه کې وخت تېروي.

د لوبې پر مهال د خپلې خوښې د ډګرساتنې پوزیشن په اړه نوموړی وايي، چې مډ اف او مډ ان يې د خوښې فیلډینګ پوزیشن دی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ورته چانس برابر شي نو کوم پخواني لوبغاړي ته به توپ اچونه وکړي؟ نوموړي وویل چې سچن ټنډولکر ته به توپ اچونه وکړي. همدا راز دا چې کومه پخوانۍ لوبه به لیدل وغواړي، نو هغه وویل چې د سویلي افریقا او اسټرالیا ترمنځ په ۲۰۰۶ کال کې ترسره شوې لوبه.

@rahmatdewan##afghan ##afghanistan ##افغان ##افغانستان ##پښتو ##pashto ##pashtoon ##rashidkhan1819 ##cricket @rashidkhan1819

♬ original sound – Rahmat Dewan


د یادولو وړ ده چې په دغه لوبه کې اسټرالیا د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۴ منډې کړې وې، چې په ځواب کې يې سویلي افریقا د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۸ منډې وکړې.

دا هم ولولئ

مبارز: په دویم رونډ کې به رانه ځان خلاص نه کړې. سمیع فیضي: راځه پنجره کې سره مخ شو

عبدالسمیع فیضي، باز محمد مبارز ته په پنجره کې د سیالۍ کولو چیلنج ورکړی او …