کورپاڼه / روغتيا / بایسکل چلونه یو ډېر غوره ورزش دی او حیرانوونکي ګټې لري

بایسکل چلونه یو ډېر غوره ورزش دی او حیرانوونکي ګټې لري

بایسکل چلونې په اړه ویل کېږي چې ډېرې زیاتې ګټې لري، فشار ورسره کمېږي او بدني فعالیتونه ډېروي او ترڅنګ یې ځینې نورې حیرانوونکې ګټې هم په ګوته شوي چې دلته به یې ولولو.

دغه ورزش د نورو ورزشونو په پرتله د ډېر کم زخمي کېدو او فشار سبب کېږي او د پیډل په وهلو سره د ټولو غټو عضلو ګروپونه استعمالېږي او ډېر مهارت ته هم ور پکې اړتیا نه وي.

د بایسکل په چلولو سره د انسان وړتیا، بدني انرژي او بدني فټنیس ښه کېږي، په لومړیو کې بایسکل باید په ډېر عادي رفتار سره وچلول شي که چېرته د زخمي کېدو او نورو ناروغیو خطر نه وي نو ورو ـ ورو دې د بایسکل چلونې وخت ډېر شي.

د روغتیا اړوند ګټې:

بایسکل چلونه په بنسټیز ډول یو ایروبیک ورزش ګڼل کېږي، یعنې په دې ورزش د زړه، د وینې د رګونو، سږو او د ټول بدن ورزش کېږي، ژورې ساه ګانې ور پکې اخیستل کېږي، خوله کېږي او د بدن تودوخه ورسره ډېرېږي او پر روغتیا مو مثبتې اغېزې کوي.

  • د زړه لپاره اغېزمن

  • د عضلو د پیاوړتیا لپاره

  • د بدن د حرکت وړتیا ډېروي

  • فشار کموي

  • عضلو ته پیاوړتیا ورکو

  • هډوکي پیاوړي کوي

  • د بدن د وازدو سطحه کموي

  • د ناروغیو مخنیوی کوي

  • خپګان کموي

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …